نوې زياتيدونکې جګړه او د سولې زړه حل لاره

« سرليکنه »

په هېواد کې د سولې د پروسې د ټکنيو هڅو او سړېدو وروسته يو ځل بيا د سولې غږ پورته شو دا مهال يوازې طالبان د حکومت سره په جګړه بوخت دي نور ټول سياسي مخالفين حکومت ته تسليم شوي او په لوړو پوستونوکې ورته دندې سپارل شوي دي.

د همدې ټکنۍ سولې لپاره ، چې د څلور اړخيزو غونډو څخه څه جوړ نه شول پريکړې يې يوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوې.

په هېواد کې د واليانو شورا د يوې غونډې په ترڅ کې ويلي ، چې بايد د دې لويې او نه حل کيدونکي ستونزې لپاره لويه جرګه راوغوښتلی شي.

د واليانو د شورا مشر د کابل پخواني والي عبدالجبار تقوی په کابل کې خبري غونډې ته وويل ، چې دوی د ملي يوالي د حکومتي چارواکو او په قطر کې د طالبانو د سياسي د فتر د استازو سره ليدنې کړي دي.

عبدالجبار تقوی ويلي ، چې سوله دومره اوږده او ټکنۍ شوه ، چې اوس د ملي يوالي حکومت او طالب مشران يو هم د لانجې د حل په اړه د يوه محور په توګه نه راڅرګندېږي .

په هېواد کې د سولې په نامه د ملګرو ملتونو ، امريکا ، دسيمي د هېوادونو او ګاونډيانو هڅو کلونه ونيول ؛ خو هېڅ  ترې جوړ نشول ، چې دا ډول ستونزو د حل لاره د افغان ملي تاريخ د جرګې ، چې موږ ورته لويه جرګه وايو غوره لاره ده.

د کابل د پخواني والي عبدالجبار تقوی په وينا ، چې د ملي يوالي د حکومت د مشرانو او په قطر کې يې د طالبانو د سياسي دفتر د استازو سره کتلي مشورې يې ورسره کړي دا يې يوازينۍ حل لياره ده ، چې دواړه خواوې خپلې غوښتنې د لویې جرګې علما کرامو ، قومي مشرانو ، سياستوالو او کارپوهانو ته وړاندې کړي.

 دوی به پرې لازمې مشورې وکړي تر څو وروستۍ حل لار هم ورته په ګوته کړل شي.

لويه جرګه د همدا ډول ستونزو د حل يوازينۍ لاره ده ، چې افغانان په خپلو کې سره راټول او پرته د بهرنيو لاسوهنو او پرديو مشورو د افغانستان په داخل کې سره جوړشي.

په هېواد کې ورځ په ورځ مخ په زياتوالې ناامني ، بې روزګاري بهرنيو هېوادونو ته د ځوان نسل وتل ، د ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو په خپل وخت د ټاکنو خنډونه ، ورځ په ورځ د فساد زياتوالی د نړۍ په کچه اعتبار له لاسه ورکول دا ټول هغه څه دي ، چې د لويې جرګې جوړولو او را بللو ته اړتيا لري.

 دا جګړې اوسياسي کړکېچ بله هېڅ د حل لاره نه لري تر څو لويه جرګه ورته دحل لاره پيدا نه ګړي.

په ۱۷۴۷ م کې ، چې نادر افشار مړشو په هېواد کې نا امني او ګډوډي رامنځ ته شوه د هېواد بېلا بېل قومونه ، چې پکې د احمدزيو ، غلځيو ، پوپلزيو او نورپښتانه مشران هم شامل وو ، د لوی افغانستان د مشرتابه لپاره يې په ۱۷۴۸ د د اکتوبر په مياشت کندهار پوځي کلا کې لويه جرګه جوړه کړه لومړی د دوه پښتنو مشرانو جمال خان او نورمحمد خان په اړه ۸ ورځي بحثونه شول ، چې اخريې د لوی افغانستان د مشرتابه لپاره احمد شاه بابا انتخاب کړ او د هېواد کډوی پای ته ورسيده په غونډه کې يو تن صوفي ملنګ د غنمو وږی را واخيست او احمد شاه بابا ته يې د تاج په شکل په پکړۍ کې کېښود ، چې ترنن ورځ د افغانستان په نښان کې د غنمو وږی د محراب او منبرترڅنګ ځای لري اوس هم هغه وخت ته حالات رسيدلي دي، د هېواد ټول قومي مشران علماکرام اوپوهان بايد د لويې جرګې د لارې په خپلو کې دا د کلونو کلونو د جګړې ستونزه حل کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.