دوشنبه, مې 4, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د سولې عالي شورا وایي: افغان حکومت له وسله والو ډلو سره د مقابلې توان نه لری

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 1, 2016
کټګوریانې: تبصرې
0
7
ځلې شریک شوی
82
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

ع.اسدخیل

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، افغان حکومت د پوځي لارې د وسله والو مخالفانو په له منځه وړلو سره په دغه هیواد کې  سوله نه شي ټینګولی نو باید روانه لانجه د خبرو له لارې حل شي، په داسې حال کې چې افغان حکومت او ولسمشر اشرف غني په خپله هم، د هغو وسله ‌والو ډلو پر وړاندې، چې د سولې مخامخ خبرو ته نه حاضریږي، د جګړې پر دوام ټینګار کوي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې په اوس وخت کې افغان حکومت په یوازې سر له  وسله‌ والو ډلو سره د مقابلې توان نه لري. د دې شورا د دارالانشا‌ء رئیس محمد ایوب رفیقي امریکا غږ ته وویل، د جګړې له لارې  هیڅکله افغانستان سولې او ثبات ته رسیدلی نشي او زیاته یې کړه چې: د سولې عالي شورا به په نورو هغو لاچارو غور وکړي، چې له مخې یې په افغانستان کې د سولې ټينګیدو ته لار هواره شي.

هغه د افغان حکومت او وسله‌ والو طالبانو تر منځ تیرو جګړو ته په اشارې سره وویل:

“د کندوز د سقوط پر مهال که د خارجیانو بمبارۍ نه وی نو دا د افغانستان حکومت په توانمندۍ کې نه وه چې د کندز د سقوط مخه ونیسي او اوس هم موږ په هلمند کې د بعضې حوادثو شاهدان یو، د افغانستان په حکومت کې دا توانمندي اوس موږ عملاً نه وینو چې دوی دې وکولای شي دغسې یو جنجال مهار کړي. موږ بیا په دې باندې تاکید کوو چې جنګ د حل لاره نه ده، د سولې عالي شورا یقیناً نورې لارې چارې باید ولټوي، چې د سولې خبرې بې له جنګه یوې نتیجې ته ورسیږي.”

د سولې عالي شورا د دارالانشا‌‌‌ء رئیس وايي، د وسله ‌والو مخالفینو لویه برخه، په افغانستان کې د اداري فساد، له سیاسي نظام څخه د خلکو ناخوښي او په حکومت کې د سولې په تړاو د نظر یووالي نشتون له امله، وسله ‌والې جګړې ته دوام ورکوي.

ښاغلي رفیقي وویل، که چیرې افغان حکومت ټولو خلکو تته یو ډول خدمتونه وړاندې کړي نو د وسله‌ والو مخالفینو لویه برخه به له افغان حکومت سره له جګړې لاس واخلي.

دغه راز، د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس د اسلامي حزب له درې کسیزه پلاوي سره، د سولې مخامخ خبرې مهمې وبللې او ویې ویل، دواړه غاړې به په راتلونکې اونۍ کې دویمه غونډه ترسره کړي.

هغه وویل “په جزئیاتو باندې موږ هغو غوښتنو ته نه یو تللي، خو یو مسئله چې ډيره مهمه ده چې په اولو غوښتونو کې به وي، هغه له تور لېست څخه د حکمتیار صاحب یا د بعضې کړیو چې د حزب اسلامي په چوکاټ کې په تور لېست کې شامل شوي دي ایستل دي، ، نو زه فکر کوم چې د مذاکراتو اول اړخ به له هغه ځایه څخه شروع شي.”

په همدې حال کې د اسلامي جمعیت ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرواي، د سولې په خبرو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د ګډون هرکلی کړی.

د اسلامي حزب درې کسیزه پلاوی، چې دا مهال په کابل کې دی، تیره اونۍ له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړې.

د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب پلاوي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم څو وارې کابل ته تللی او راغلي وو او د افغان حکومت له چارواکو او د سولې له عالي شورا سره یې خبرې کړې وې، خو دغو خبرو کومې مثبتې پایلې نه درلودې.

مخکینې مطلب

د پېښور لکي مروت کې چاودنې د ۴ کسانو ژوند واخیست

بل مطلب

نوې زياتيدونکې جګړه او د سولې زړه حل لاره

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ننګرهار کې له ۱۵ کیلو زیات نشه يي توکي ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

فاریاب کې د ۲۴ ميليونه ډالرو په ارزښت د پولي میتال کان د استخراج تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

محسن رضايي امریکا ته: د خپلو ځواکونو د له منځه تلو لپاره چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

د ایران له خوا امریکا ته د نوې درې پړاوه طرحې جزیات دلته ولولئ/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

سپاه پاسداران د ۴۰۰۰ کیلومترو واټن لرونکو بالستیک توغندیو د ازموینې اعلان وکړ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

د عراق پارلمان: د امریکايي ځواکونو حضور دې پای ته ورسېږي

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

د اماراتو الفجیره ته نږدې پر یوې تېلو وړونکې بېړۍ برید شوی

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

عبدالملک حوثي اسلامي امت ته: د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې یو دریځ خپل کړئ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

ټرمپ د هرمز تنګي کې د بندو بېړیو د ایستلو لپاره نوی عملیات اعلان کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران له خوا امریکا ته د نوې درې پړاوه طرحې جزیات دلته ولولئ/ راپورتاژ

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ د هرمز تنګي کې د بندو بېړیو د ایستلو لپاره نوی عملیات اعلان کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ننګرهار کې له ۱۵ کیلو زیات نشه يي توکي ونیول شول

فاریاب کې د ۲۴ ميليونه ډالرو په ارزښت د پولي میتال کان د استخراج تړون لاسلیک شو

محسن رضايي امریکا ته: د خپلو ځواکونو د له منځه تلو لپاره چمتو اوسئ

د ایران له خوا امریکا ته د نوې درې پړاوه طرحې جزیات دلته ولولئ/ راپورتاژ

سپاه پاسداران د ۴۰۰۰ کیلومترو واټن لرونکو بالستیک توغندیو د ازموینې اعلان وکړ

د عراق پارلمان: د امریکايي ځواکونو حضور دې پای ته ورسېږي

د اماراتو الفجیره ته نږدې پر یوې تېلو وړونکې بېړۍ برید شوی

عبدالملک حوثي اسلامي امت ته: د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې یو دریځ خپل کړئ

ټرمپ د هرمز تنګي کې د بندو بېړیو د ایستلو لپاره نوی عملیات اعلان کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com