سنټکام: عراق کې د ایرانۍ ډرون ناچاوده توکو شنډولو پر مهال یو امریکايي سرتېری وژل شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ،۱۴۰۵ل)
د امریکا مرکزي قومنداني (سنټکام) وایي چې د جولای په ۱۸مه په عراق کې یو امریکايي سرتېری هغه مهال ووژل شو چې د یوې نسکورې شوې ایرانۍ ډرون ناچاوده توکي یې شنډول. په دې پېښه کې یو بل امریکايي سرتېری ټپي شوی هم دی.
دا پېښه له هغې یوه ورځ وروسته شوې چې د جولای په ۱۷مه په اردن کې د ایران په بریدونو کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي وو.
سنټکام ویلي، چې د وژل شویو سرتېرو هویت به تر هغه مهاله نه خپروي څو یې کورنیو ته په رسمي ډول خبر نه وي ورکړل شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button