د نیویارک مسلمان ښاروال: د نتنیاهو د نیولو قانوني لارې ارزوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د نیویارک مسلمان ښاروال او د ولسمشر ټرمپ کلک منتقد “زهران ممداني” ویلي، که د اسرائیل لومړی وزیر “بنیامین نتنیاهو” د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي، د هغه د نیولو قانوني اړخونه تر ارزونې لاندې دي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ممداني ویلي چې د ښار حقوقي څانګه د دې موضوع قانوني امکانات په جدي ډول څېړي او دا ارزوي چې د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) د نیولو له حکم سره د عمل کولو کوم قانوني بنسټ شته که نه.
نوموړي زیاته کړې، چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې ژمنه کړې وه،چې که قانون اجازه ورکړي، د نړیوالې جنایي محکمې پرېکړو ته به درناوی وکړي.
ممداني ویلي: «زما په اند د نتنیاهو ځای په هاګ کې دی، ځکه نړیوالې جنایي محکمې پرې د جنګي جرمونو تورونه لګولي دي.»
هغه ټینګار کړی، چې تر اوسه هېڅ وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او هر ډول اقدام به یوازې د قانون له چوکاټ سره سم ترسره شي.
بل لور ته، اسرائیلي چارواکو د ممداني څرګندونې غندلې او هغه یې غیرمسؤلانه او سیاسي انګېزه لرونکې بللې دي.
د یادونې وړ ده چې نړیوالې جنایي محکمې د بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم صادر کړی، خو امریکا د دغې محکمې غړې نه ده، له همدې امله د هر ډول احتمالي اقدام قانوني او سیاسي اړخونه لا هم د بحث وړ دي.



