د افغانستان بانک له تمویلاتو د تضمین بنسټ سره د کوچنیو سوداګریو د تمویل په اړه خبرې وکړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مرستیال ډېرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د تمویل او د مالي سکټور د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د تخنیکي همکاریو، بلاعوضه مرستو او مالي شمولیت د پراختیا په اړه د نظرونو تبادله شوې ده. دواړو لورو د خصوصي سکټور د ملاتړ، د پانګونې د ودې او د هېواد د مالي او بانکي سکټور د پیاوړتیا لپاره پر دوامدارو همکاریو او ګډو هڅو ټینګار کړی دی.



