مرحوم خالص بابا تر پایه مجاهد پاتې شو!

مدثر همراز
ولې ځینې مجاهدین تر پایه ثابت پاتې کېږي او ځینې بېلارې کېږي؟
د اسلامي امت په تاریخ کې داسې ستر شخصیتونه ډیر تېر شوي چې د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې یې د حق پر لاره استقامت کړی وي. له همدې جملې څخه مرحوم مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله یو داسې شخصیت و چې د شوروي یرغل پر ضد یې جهاد وکړ، د جهاد تر بریا وروسته یې د شخصي قدرت، مقام او واک لپاره سیالۍ ته ځان وړاندې نه کړ، په خپلمنځي جګړو کې یې د ګډون هڅه ونه کړه.
په ورستي عمر کې د امریکایي اشغال په وړاندي یو ځل بیا د جهاد میدان کې ودریده! او تر خپل وفات پورې یې د جهاد، دین، علم او دعوت لاره وساتله. دا هغه ځانګړتیاوي دي چې ډېر خلک یې په درناوي یادوي.او د الله ج د رضا سبب ګرځي.
مونږ ولیدل چې ځینې کسان جهاد، دعوت او د دین خدمت کوي، خو وروسته له حقه منحرف کېږي، او ځینې بیا تر مرګه مستقیم پاتې کېږي؟
الله تعالی فرمایي:
﴿وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ﴾
(العنكبوت: ۶۹)
ژباړه: او هغه کسان چې زموږ په لاره کې هڅه او جهاد وکړي، موږ به خامخا خپلې لارې وروښیو، او بېشکه الله له نېکوکارانو سره دی.
دا آیت د هدایت وعده کوي، خو دا وعده د هغو کسانو لپاره ده چې په اخلاص، تقوا او دوام سره د الله په لاره کې پاتې شي. که انسان وروسته خپل نیت بدل کړي، د دنیا، قدرت، شهرت یا شخصي ګټو پسې ولاړ شي، نو د هدایت ضمانت نه پاتې کېږي.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالْخَوَاتِيمِ»
یعنې: د اعمالو اعتبار د پای له مخې کېږي.
همدارنګه بل حدیث کې راغلي چې یو انسان ښایي د جنتیانو په څېر عمل کوي، خو د ژوند په وروستیو کې یې حالت بدل شي؛ او بل انسان ښایي برعکس وي، خو په پای کې الله تعالی ورته د استقامت توفیق ورکړي. له همدې امله علما وایي: تر ټولو ستر نعمت ښه پیل نه، بلکې ښه پای (حسن الخاتمه) ده.
د بابا رحمه الله ژوند مونږ ته دا را ښایی چې:
خاتمه په اخلاص او یوازې د الله په رضا غوښتلو،د قرآن او سنتو په پیروۍ، تواضع او له ځان ستاینې څخه په ډډه کولو، د دنیا، قدرت او شهرت او له فتنو نه په ځان ساتلو له الله تعالی څخه د استقامت په دوامداره دعا غوښتلو سره په برخه کیږي.
همدا رنګه، د نیت خرابېدل: د دنیا او واک مینه، تکبر او ځان حق ګڼل، د نفس او خواهشاتو پیروي، د علم او تقوا کمزوري کېدل.
د بې لارۍ او کمراهۍ سبب ګرځي
له همدې امله، د هر مسلمان لپاره تر ټولو مهمه دعا هغه ده چې رسول الله ﷺ به کوله:
«يَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»
ژباړه: اې د زړونو اړوونکیه! زما زړه پر خپل دین ثابت وساته.
الله ج دې مونږ ثابت قدمي او د ښې پایلې خاوندان کړي او الله ج دې د بابا رحمه الله مقام او درجات لوړ کړي. امین.



