د یمن بهرنیو چارو وزارت: د یمني ولس حقونه به له سعودي څخه په زاریو نه بلکې په زور ترلاسه شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د بهرنیو چارو او کډوالو وزارت ویلي، چې د سعودي لهخوا پر یمني ولس تپل شوی ظلم په اوسني وخت کې بېساری دی او یوازې د غزې د خلکو له وضعیت سره پرتله کېدای شي.
د سبا خبري اژانس د راپور له مخې، وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې صنعاء د تېرو ۱۲ کلونو د جګړې او کلابندۍ پر مهال څو ځله نړیوالې ټولنې ته د یمن د خلکو د کړاوونو د رسولو هڅه کړې، خو په وینا یې، دغو غوښتنو ته هېڅ پاملرنه ونه شوه.
اعلامیه زیاتوي چې د سعودي مالي نفوذ او د امریکا او اسرائیلو فشارونو د یمن د کړکېچ د پای ته رسولو ټولې هڅې شنډې کړې دي.
د یمن د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې سعودي رژیم د تېرو کلونو په اوږدو کې د یمن د خپلواکۍ او ملي حاکمیت د له منځه وړلو هڅه کړې او ټینګار یې کړی چې «د یمن د خلکو مشروع حقونه به له “سعودي دښمن” څخه په زاریو نه، بلکې د الله په مرسته په زور ترلاسه شي.»
په اعلامیه کې د سیمې له هېوادونو هم غوښتل شوي چې راتلونکی وضعیت په عادلانه ډول وارزوي او د سعودي د پیسو او د هغو د متحدینو تر فشار لاندې پرېکړې ونه کړي. وزارت خبرداری ورکړی چې هر څوک چې د «شر او ظلم» وسیله شي، له ماتې سره به مخامخ شي.



