د نورستان په منډول ولسوالۍ کې سېلابونو کورونه، سړکونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د نورستان ولایت مقام ویلي، چې د منډول ولسوالۍ په بانډول، اسکندو، منګور، جناخېل، شکرنل، نعلو، اتراراه او یو شمېر نورو سیمو کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د چارواکو په وینا، د سېلابونو له امله شپږ استوګنیز کورونه، د برېښنا یوه شبکه، یوه ژرنده، عمومي سړک او پراخې کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې دي.
د ولایت مقام زیاته کړې، چې د اوښتو زیانونو د ارزونې او زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي. بلخوا، ځايي اوسېدونکي وایي چې سېلابونو پلچکونه، باغونه او نورې کرنیزې سیمې هم زیانمنې کړې او تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.



