ګوګل نوی AI غږیز ژباړن معرفي کړ؛ د انسان په څېر ژباړه کوي، خو امنیتي اندېښنې هم شته

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ خپل نوی غږیز ژباړن Gemini 3.5 Five Live Translate معرفي کړی، چې د شرکت په وینا د ۷۰ څخه د زیاتو ژبو ترمنځ نږدې فوري غږیزه ژباړه ترسره کوي. دا سیستم د ویونکي د غږ لهجه، اهنګ او د خبرو ریتم هم تر ډېره ساتي، څو ژباړه د انسان د طبیعي خبرو په څېر واورېدل شي. دغه ماډل د ژبو اتومات پېژندنه هم کوي او ځانګړو لاسي تنظیماتو ته اړتیا نه لري.
له دې پرمختګ سره، د غږونو د جعل، د هویت د تقلید او د ډیپ فېک غږیزو فایلونو د جوړېدو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي. ګوګل وایي، د دې خدمت له لارې جوړېدونکي غږیز فایلونه پټه ډیجیټلي نښه (Audio Watermark) لري، چې د ځانګړو وسیلو په مرسته د مصنوعي ځیرکتیا له لارې تولید شوی غږ پېژندل کېدای شي، خو ځینې څېړونکي باور لري چې دا حل لاره بشپړ خونديتوب نه تضمینوي.
په ورته وخت کې د مصنوعي ځیرکتیا د غږیزې ژباړې سیالي هم چټکه شوې ده. تر دې مخکې OpenAI خپل GPT Real-Time Translate او مایکروسافټ Microsoft Translator Pro معرفي کړي، چې دواړه د بېلابېلو ژبو ترمنځ د رښتیني وخت ژباړې اسانتیا برابروي. کارپوهان وایي، دا ټکنالوژي به نړیوالې اړیکې او سوداګري اسانه کړي، خو د امنیت، محرمیت او د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره لا هم پیاوړو تدابیرو ته اړتیا شته.



