مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۵۹۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، د چهارشنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، اسلام‌کلا او ورېښمو پل له لارو ۵۹۹ کډوالې کورنۍ، چې ۳۳۹۰ تنه غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، له دغو څخه ۵۸۳ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته ولېږدول شوې او د ترانسپورټ لګښت لپاره ورته څه باندې ۲.۶ میلیون افغانۍ ورکړل شوې دي.

دغه راز د کمېسیون په وینا، له ۶۳۹ کډوالو کورنیو سره نغدي مرستې شوي، ۵۹۰ سیمکارټونه ووېشل شول او راستنېدونکو ته روغتیايي، مخابراتي او نور اړین خدمات هم وړاندې شول. همدارنګه، کډوالو ته د ثبت، لنډمهاله مېشتېدو، مالي مرستو او نورو اړوندو اسانتیاوو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button