بلغاریا ته د ایران خبرداری؛ د امریکایي اډو کوربتوب مو امنیت ته زیان رسولی شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وايي، چې ایران بلغاریا ته خبرداری ورکړی،چې په خپله خاوره کې د امریکا د پوځي تاسیساتو د جوړېدو یا د تیلو د اکمالاتو د اډو د کوربهتوب پرېکړه به د تهران پر ضد د جګړې په مانا وګڼل شي.
ایراني لوري ویلي چې که دغه اډې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره وکارول شي، نو د ایران به مشروع اهداف وي او بریدونه به پرې ترسره شي، چې په صورت کې یې د یاد هېواد امنیت ته زیان رسېدلی شي.
شنونکي وايي، چې د دې موضوع اهمیت په دې کې دی چې د ناټو له دودیزو جغرافیایي چوکاټونو بهر د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د دغه سازمان د غبرګون حدود به وازمویل شي.



