د غزني د فوټبال لوبغالی په مصنوعي چمن سمبال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د اولمپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق وايي، د هرات د فوټبال لوبغالي له پرانیستې وروسته، نن د غزني ولایت د فوټبال سټډیوم هم په رسمي ډول پرانیستل شو. د نوموړي په وینا، دواړه لوبغالي د فوټبال فدراسیون په هڅو په مصنوعي چمن سمبال شوي دي.
مولوي وثیق ویلي، د معیاري لوبغالو جوړېدل د لوبغاړو د استعدادونو او وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول لري او د ورزش د ودې لپاره به اغېزناک تمام شي.
هغه زیاته کړې، چې د مصنوعي چمن د نصب لړۍ دوام لري او په نږدې راتلونکې کې به د پکتیا، لوګر، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو د فوټبال لوبغالي هم په مصنوعي چمن سمبال شي.



