سپاه پاسداران: د ایران پر ضد د احتمالي ګواښونو بشپړ معلومات لرو، په شمال لوېدیځ کې د یاغیانو پر ضد عملیات روان دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویاند ویلي، چې د هېواد امنیتي ځواکونه د ایران پر ضد د احتمالي ګواښونو او پلانونو په اړه بشپړ استخباراتي معلومات لري او یوازې د هرمز تنګي وضعیت ته نه دي متوجه.
د نوموړي په وینا، د ایران مخالفې ډلې، د حکومت وسله‌وال مخالفین او د شاهي نظام پلویان د امریکا او صهیونیستي ریژیم په ملاتړ هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګډوډي رامنځته کړي او د تېرو کلونو د اعتراضونو په څېر وضعیت تکرار کړي.
ویاند ادعا کړې چې د امریکا په ملاتړ ځینې بېلتون‌پالې ډلې هڅه کوي د ایران خاورې ته ننوځي او له احتمالي داخلي ناارامیو څخه په استفادې بریدونه ترسره کړي.
هغه زیاته کړې چې د ایران د سپاه پاسداران له لوري په شمال لوېدیځو سیمو کې روان عملیات د همدې ګواښونو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي، څو د دغو ډلو فعالیتونه د پراخېدو وړاندې وځپل شي.
سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې امنیتي ځواکونه د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او د هېواد د امنیت د ټینګښت لپاره به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button