افغانستان او اوزبېکستان د سوداګرۍ، ترانزیټ او وېزو پر اسانتیاوو خبرې وکړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۵ل)

د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمدجان بلال او د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش کابل کې د اوزبېکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یف سره د لیدنې پرمهال د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

مولوي بلال د سوداګریزو او سیاحتي وېزو د اسانتیاوو، د افغان تازه مېوو د صادراتو د زیاتوالي، د افغان ټرانس پروژې د چارو د چټکتیا او د نساجۍ د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

جمشید خواجه‌یف ویلي، د افغان ټرانس پروژې د امکان‌سنجۍ چارې بشپړې شوې، سږ کال ۵ زره افغانانو ته وېزې صادرې شوې او د لا ډېرو اسانتیاوو لپاره هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړې، د تازه مېوو د صادراتو د همغږۍ لپاره به د اوزبېکستان یو تخنیکي ټیم په کابل کې پاتې شي، او د ملي پراختیا شرکت هم له اوزبېکستان سره په اقتصادي او تولیدي برخو کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button