د قرغیزستان په قبایلي سیاليو کې د افغانستان ۲۵ ورزشکاران ګډون کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق وايي، د قرغیزستان د ورزش ادارې له رئیس اورمت سادېروویچ آسانبایف سره یې د دواړو هېوادونو پر ورزشي اړیکو او همکاریو خبرې کړې دي.
وثیق د قرغیزستان په کوربتوب په قبایلي سیالیو کې د افغان ورزشکارانو ګډون د پام وړ بللی او د سیالیو د کوربتوب له امله یې د دغه هېواد د ورزش ادارې له رئیس څخه مننه کړې ده.
د «نومېډیک ګېم» په نوم دغه سیالۍ نن په قرغیزستان کې پیل شوې او د سپټمبر تر ۶مې به دوام وکړي. د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې به له افغانستان څخه شاوخوا ۲۵ ورزشکاران د وزلوبې، کورش او زورخانهیي په درېیو ورزشي څانګو کې ګډون وکړي.



