شهباز شریف د ټرانسافغان اوسپنېپټلۍ پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په لیدنه کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانسافغان اوسپنېپټلۍ پروژې د کار د چټکتیا غوښتنه کړې ده.
شریف ویلي، د دغې پروژې ګډه امکانسنجۍ دې ژر بشپړه شي او ټینګار یې کړی چې پروژه د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د ټرانسپورټي نښلېدا او د پاکستان بندرونو ته د ازبکستان د لاسرسي لپاره مهمه ده.
د راپورونو له مخې، د ټرانسافغان اوسپنېپټلۍ د جوړولو اټکلي لګښت اوس شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی، چې مخکې ۴.۶ میلیارده ډالر اټکل شوی و.
د پروژې د عملي کېدو په اړه داسې مهال پوښتنې مطرح کېږي چې د اسلامي امارت او پاکستان اړیکې ترینګلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو پر سیمهییز ترانزیټ اغېز کړی دی.



