حماس: د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه د نتانیاهو د ساتنې هڅه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا د ولسمشر له لوري د بندیزونو لګول د نړیوال عدالت پر وړاندې جدي تېری بللی دی.
حماس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د پوځي او سیاسي مشرانو د ساتنې ښکاره هڅه ده، څو په غزه کې د جنګي جرمونو او نسلوژنې په تړاو له حساب ورکولو څخه وژغورل شي.
دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې دا ډول اقدامات د نړیوال عدالت د بهیر د کمزوري کولو او د هغو کسانو د حساب ورکونې د مخنیوي هڅه ده، چې په غزه کې پر ترسره شویو جرمونو تورن دي.



