د یمني پوځ ویاند: تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد ۷۷ هوايي او توغندیز بریدونه ترسره شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “برید جنرال یحیی سریع” وايي، سعودي جنګي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو ۷۷ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
یحیی سریع په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یاد بریدونه د پلازمېنې صنعاء، مأرب، صعده، الجوف، حجه، تعز او عمران ولایتونو پر ملکي تأسیساتو او سیمو ترسره شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې د سعودي «F-15» او «تایفون» جنګي الوتکې کارول شوې دي، چې د خمیس مشیط او طائف له پوځي اډو څخه الوتنې کړې دي. هغه زیاته کړې، چې توغندیز بریدونه له نجران سیمې څخه ترسره شوي دي.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ویلي، چې د سعودي د بریدونو له پیل راهیسې پر یمن د هوايي بریدونو او توغندیزو حملو ټول شمېر ۱۹۳۴ ته رسېدلی دی.



