عبري وېب پاڼه: د اسرائیلي پوځ پر وړاندې درې کلن مقاومت او غزه کې پاتې کیدل د حماس بریا ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۵ل)
عبري وېبپاڼې «والا» د یوه لوړپوړي اسرائیلي امنیتي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د حماس مشرتابه د اسرائیلي پوځ پر وړاندې له درېیو کلونو مقاومت وروسته، په غزه کې خپل پاتې کېدل بریا ګڼي.
د راپور له مخې، اسرائیلي پوځ د غزې تړانګې شاوخوا ۴۵ سلنه خاوره تر خپلې ولکې لاندې لري، خو حماس دغه وضعیت موقتي بولي او باور لري چې د اسرائیلي پوځ پراخ پوځي عملیات یې د مقاومت د پای ته رسېدو لامل نه دي شوي.
د اسرائیلي امنیتي سرچینې په وینا، د حماس مشرتابه د غزې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پلان هم د خپل بنسټګر شیخ احمد یاسین د ۱۹۹۹ کال له لیدلوري سره تړلی ګڼي، چې د دې پلان د ترویج په برخه کې د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر مهم رول لري او په غزه کې د لسګونو میلیاردونو ډالرو په ارزښت د اقتصادي پراختیا پروژې پکې شاملې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې حماس لا هم پر خپل دغه لیدلوري باور لري، که څه هم د عملي کېدو بهیر یې ځنډېدلی دی.
د راپور له مخې، د حماس مشرتابه ځان له درېیو کلونو جګړې وروسته نه مات شوی او نه تسلیم شوی ګڼي. اسرائیلي امنیتي سرچینې ادعا کړې، چې د حماس مقاومت د دې حقیقت ښکارندوی دی، چې دغې ډلې د محدودو امکاناتو په لرلو سره د اسرائیلي پوځ پر وړاندې اوږدمهاله جګړه روانه ساتلې ده.
سرچینې همداراز ویلي، چې د سیمې هېڅ بل عربي پوځ د اسرائیلي پوځ پر وړاندې د حماس په څېر مقاومت نه دی ترسره کړی.



