کابل کې د شپږو هېوادونو ترمنځ د ۲۱.۵۸ میلیارده افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان، اوزبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ په کابل کې د «سوداګریز تواصل» (B2B) ناستې پر مهال د ۲۱.۵۸۰ میلیارده افغانیو په ارزښت تړونونه او هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

دغه تړونونه د کانونو د استخراج، صنعت، انرژۍ، نساجۍ، خوراکي توکو او نورو برخو کې لاسلیک شوي، چې د یادو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په کابل کې د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ۲۹.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button