د عمران خان د خوشې کېدو په موخه د پي ټي ای لاریون چارسدې ته رسېدلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند اوږد لاریون، چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهېل افرېدي په مشرۍ د عمران خان د خوشې کېدو په موخه د اکتوبر پر څلورمه له لکي مروت څخه د اسلاماباد پر لور پیل شوی، تېره شپه چارسدې ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې د دغه ګوند کاروانونه د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۳مه د صوابۍ په انټرچېنج کې سره یوځای شي.
سهېل افرېدي له خپلو پلویانو غوښتي چې د اکتوبر تر ۱۴مې صوابۍ ته ورشي او ویلي یې دي چې هلته به د لاریون د راتلونکو اقداماتو پلان اعلان کړي.
نوموړي ادعا کړې چې دا به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوی ولسي لاریون وي. بلخوا، د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د تحریک انصاف مشران ننګولي چې له صوابۍ څخه تېر شي.



