د نضال حسن د اعدام د ژوندۍ خپرونې پلان د امریکايي سیاستوالو له مخالفت سره مخ شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۵ل)

د راپورونو له مخې، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ له لوري د پخواني پوځي افسر نضال حسن د اعدام د ژوندۍ خپرونې پلان د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو له مخالفت سره مخ شوی دی.

منتقدین وايي، دا کار د امریکا له ارزښتونو سره په ټکر کې دی او ښايي مخالفو ډلو ته د تبلیغاتو زمینه برابره کړي.

د راپور له مخې، نضال حسن په ۲۰۰۹ کال کې د ټکساس ایالت په فورټ هوډ پوځي اډه کې د ډزو پر مهال ۱۳ سرتېري وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي وو.

هېګسېټ ویلي، ټاکل شوې حسن د ډسمبر په درېیمه د ډزو له لارې اعدام شي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د اعدام سپارښتنه منظوره کړې ده.

د جمهوري غوښتونکي سناتور تام ټېلېس، یو شمېر ډیموکراټانو او د ټرمپ ادارې پخواني چارواکي جو کېنټ د اعدام د ژوندۍ خپرونې مخالفت کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button