د اوبو او انرژۍ وزیر د انرژۍ په ۱۷م نړیوال فورم کې د ګډون لپاره ریاض ته روان شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۵ل)

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د انرژۍ په ۱۷م نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته روان شوی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغه نړیوال فورم کې به د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د وزیرانو په کچه استازي ګډون وکړي او د انرژۍ په برخه کې به پر مهمو موضوعاتو، نړیوالو همکاریو، شته فرصتونو او د تجربو پر شریکولو خبرې وکړي.

 د وزارت په وینا، په دې فورم کې د افغانستان ګډون د انرژۍ په برخه کې د نړیوالو همکاریو د پراختیا او د هېواد د انرژۍ سکټور لپاره د مرستو او فرصتونو د راجلبولو زمینه برابروي.

مربوطه مطالب

Back to top button