سپاه پاسداران: له سرغړوونکو بېړیو سره چلند به ټولې سیمې ته وغځول شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” خبرداری ورکړی، چې له سرغړوونکو بېړیو سره چلند به یوازې د هرمز تنګي پورې محدود نه وي، بلکې په ټوله سیمه کې به سرغړوونکې کښتۍ په نښه شي.

د سپاه پاسداران په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرغړوونکو بېړیو مجازات حتمي دي او د سرغړونو پر وړاندې به اقدام وشي.

دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي، چې د نړۍ په کچه د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ څارونکې کپلر (Kpler) شرکت د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې په تېرو دوو میاشتو کې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی او د دې لارې د بېړیو په تګ راتګ کې هر ډول محدودیت د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ پر بازارونو اغېز لرلای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button