امریکا: پنسلوانیا کې د وسله وال برید له امله د بريدګر په ګډون ۹ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د پنسلوانیا ایالت په ایري ښار کې وسله وال برید کې اته کسان وژل شوي او د بریدګر په ګډون د مړو شمېر نهه ته رسېدلی دی.
د رویټرز او اسوشیټډ پرېس خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، پېښه په یوه استوګنیز کور کې شوې چې د وژل شویو په ډله کې دوه ماشومان او یوه امیندواره ښځه هم شامله ده.
د ایري ښار پولیسو ویلي، ۴۵ کلن شکمن بریدګر هم مړ موندل شوی او داسې ښکاري چې خپل ځان یې په ډزو وژلی دی. د چارواکو په وینا، د پېښې د انګېزې معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.



