د نورستان کامدېش قومي مشران: د امنیتي ځواکونو ترڅنګ به د ورانکارو ډلو پر وړاندې ګډ اقدام کوو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د هغو ډلو پر وړاندې ګډ اقدام کوي، چې د دوی په وینا، عامه نظم ګډوډوي او امنیت ته ګواښ پېښوي.
دغه پرېکړه د قومي مشرانو په یوه غونډه کې شوې، چې ګډونوالو پکې د سیمې د امنیت پر ټینګښت او د عامه نظم پر ساتلو خبرې کړې دي.
قومي مشرانو د امنیتي ځواکونو او ځايي ځوانانو هڅې ستایلې او د سیمې د امنیت په ساتنه کې یې د خلکو فعاله ونډه مهمه بللې ده.



