کابل کې د نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې او پانګونې هوکړې لاسلیک شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د کابل په پنځم ملي او نړیوال امام ابوحنیفه (رح) نندارتون کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د نږدې ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریزې او پانګونې هوکړې لاسلیک شوې دي.

د دغې خونې د معلوماتو له مخې، دغه هوکړې د جمعې په ماښام د افغانستان، ازبکستان، هند، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان د خصوصي سکټور د استازو او سوداګرو ترمنځ لاسلیک شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو د افغانستان جغرافیایي موقعیت، طبیعي زېرمې، کرنیز او صنعتي ظرفیتونه د بهرنۍ پانګونې لپاره مهم فرصتونه بللي او د سیمې له سوداګرو یې غوښتي چې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

د یادې خونې په وینا، دغه هوکړې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د نوو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابرولای شي؛ خو د پانګونې د مشخصو برخو او د هوکړو د عملي کېدو د مهال‌وېش په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button