جنرال یحیی سریع: د بابالمندب نښتو کې ۸۵ سعودي او پاکستاني سرتېري نیول شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د واکمنې حوثي ډلې پوځي ویاند “جنرال یحیی سریع” ادعا کړې، چې د بابالمندب په سیمه کې یې د وروستیو نښتو پر مهال د سعودي عربستان او پاکستان ۸۵ سرتېري ژوندي نیولي دي.
د نوموړي په وینا، په نیول شویو کسانو کې ۴۷ پاکستاني پوځیان شامل دي او پاتې نور د سعودي عربستان له پوځ سره تړاو لري.
یحیی سریع پاکستان ته په خطاب کې د سعودي عربستان سره د خپلو اړیکو په اړه خبرداری ورکړی او له اسلاماباد څخه یې غوښتي چې له ریاض سره خپلې همکارۍ پرې کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې که پاکستان د یمن غوښتنه ونه مني، ښايي په راتلونکي کې له ناوړه پایلو سره مخ شي.
د ویلو ده، چې سعودي او پاکستاني چارواکو تر دې دمه د یمني پوځ د ویاند د ادعاوو رد یا تائید نه دی کړی.



