چارواکي: په غور ولايت کې داعش وسلوالو ۲۸ ولسي وګړي وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۵) الماس خدرخېل

د غور ولايت چارواکي وايي، چې داعش وسلوالو هغه ۲۸ ولسي وګړي وژلي، چې تېره ورځ يې يرغمل کړي و.

د غور والي غلام ناصر خاضع رسنيو ته ويلي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ دغه ولسي وګړي داعش وسلوالو د دغه ولايت له شمال دشت (کاسي) سيمې يوړل چې دغه سيمه له افغان امنيتي ځواکونو سره په واک کې ده.

هغه زياته کړه، هغه مهال د دوی ځواکونو ورسره نښته هم وکړه، خو ونه توانېدل چې ولسي خلک او د هغوی د پسونو رمې د داعش له منګولو وژغوري.

هغه وايي په نښته کې د داعش ډلې د يو قومندان په ګډون، د دوی دوه امنيتي کارکوونکي او يو ولسي وګړی هم وژل شوي دي.

د غور والي زیاته کړه، داعش وسلوالو چې د خلکو رمې بوولې یوشمېر ځايي خلک چې شپانه، کروندګر او خس ټولوونکي و له ځان سره وړي و.

راپورونه وايي پيښه د غور ولایت په مرکز چغچران کې د فیروز کوه په نامه سیمه کې تیره شپه را منځته شوې ده.

د غلام ناصر په وينا تېره شپه په سيمه کې د داعش وسلوالو هغه ټول ولسي وګړي وژلي، چې تېره ورځ يې يرغمل کړي و، هغه همداراز وايي چې په وژل شوو کې ماشومان هم شته او د ټولو یرغمل شوو شمېر له ۲۸ تر ۳۰ پورې رسېږي.

د غور والي په دغه ولایت کې د داعش وسلوالو شمېر له ۲۰ تر ۳۰ پورې بولي او وايي، چې دا وسلوال “لار شکووني او غله” دي.نوموړی ادعا کوي چې تېر کال هم همدې ډلې ۱۴ تنه هزاره ګان وژلي وو.

بل پلو د وسلوالو طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي، چې د غور د فیروز کوه په پيښه کې ددوی جنګیالي لاس نه لري او په دې اړه به جدي څیړنه وکړي.

تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د دې پېښې مسؤليت نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button