د نړۍ مشهوره افغانه نجلۍ د جعل کارۍ په تور نیول شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۵) زرغون خوږیاڼی

د افغانستان تابعیت لرونکې او د نړۍ له مشهورو او عجیبه سترګو لرونکې نجلۍ د پاکستاني پولیسو لخوا د جعل کارۍ په تور نیول شوې ده.

دغه نجلۍ شربت ګله نومیږي چې د پاکستان د فدرالي څیړنو ادارې(ایف آی ای) لخوا د جعلي شناختي کارډ یا پيژند پاڼې د جوړولو په تور نیول شوې ده.

د پاکستان خبري رسنیو د فدرالي څیړونو د ادارې د معلوماتو له مخې ویلي دي، چې  میرمن شربت ګله په اصل کې د افغانستان اوسیدونکې ده، چې د پاکستان  پیژند پاڼه یا شناختي  کارډ د یو تن پولیس په ضمانت  چې  اوسمهال  په ګمرک کې  د کمشنر په توګه  دنده  لري ورکړ شوی دی، چې یاد کمشنر هم د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ویل شوي، چې د شربت ګلې ۴۶ کلن  میړه  رحمت ګل د احصایې او نفوسو دثبت ادارې ځینو کارکوونکو ته د رشوت په ورکولو سره  د شربت ګلې سربیره خپلو دوو  زامنو، روف خان او ولي خان ته هم  د پاکستان پیژند پاڼې اخیستې دي.

شربت ګله د خپلو پرکیفي سترګو په لرلو سره وروسته له هغه د نړۍ توجه د ځان په لوري واړوله او په مشهورو څیرو واوښته، چې په ۱۹۸۴ز کال کې نامتو عکاس او جغرافیه پوه سټيف مکري ترې د ناصر باغ په کیمپ کې انځور واخیست.

ویل کیږي، چې په دې وخت کې د شربت ګلې عمر ۱۲کاله و، وروسته یاد عکاس شربت ګلې پسې کلونه کلونه وګرځید خو نه یی شوه موندلی، چې په ۲۰۰۲ ز کال کې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې وموندله او یوه مرکه یې ورسره وکړه او نوموړې بي بي یې حج ته ولیږله.

ددې نجلۍ انځور د نشنل جیوګرافیک  په تلویزیون او مجله کې  د افغانستان د مشهورې او عجیبه څیرې ((افغانه نجلۍ)) په نوم نشر او ثبت شو.

نوموړې میرمنې په ۱۹۹۰ ز کال په پای کې له رحمت ګل سره، په پېښور کې واده کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button