ارزګان: افغان ځواکونه د چورې له يوې مهمې پوځي قرارګاه تښتېدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۶) الماس خدرخېل

يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې د روزګان ولايت اړوند چورې ولسوالۍ د خوشخدير په سيمه کې افغان ځواکونو يوه مهمه پوځي قرارګاه پرېښې او له سيمې يې پښې سپکې کړي دي.

سرچينه زياتوي، چې دغه قرارګاه تېره شپه افغان ځواکونو پرېښې او د چورې ولسوالۍ په لور يې شاتګ کړی دی.

بل پلو د وسلوالو طالبانو وياند په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې نوموړې قرارګاه په سيمه کې د پوليسو تر ټولو ستره قرارګاه وه او د دوی د وسلوالو له لوري له ډېرې مودې راهيسې تر بريدونو او محاصرې لاندې وه.

نوموړی زياتوي، چې د یادې قرارګاه عسکر د دوی د پرلپسې بريدونو له امله تښتېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې قرارګاه ته څو ورځې وړاندې د خلج له نظامي اډې او د پايې قرارګاه عسکر هم راتښتېدلي و.

د هغه په وينا د دې قرارګاه د تخليه کېدو له امله پراخه سيمه د دوی تر ولکې لاندې راغله.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې افغان ځواکونو ډېری پوځي اډې د طالبانو د پرلپسې بريدونو له ويرې خالي کړې او يو زيات شمېر نورې يې په خپله خوښه ورته تسليم کړې.

بل خوا د دې ولايت چارواکو په دې اړه لا رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button