زاخیل وال: شربت ګله مو پيدا کړې او ډير ژر به یې له بنده راخلاصه کړو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۶) زرغون خوږیاڼی

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیل وال ویلي دي، چې انشاءالله  شربت ګله به ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر د پاکستان له بنده راخلاصه کړو.

ډاکټر عمر زاخیلوال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي، د پاکستانی پولیسو له لوری د افغانستان تر ټولو زیاتی پیژندل شوی او د نړۍ تر ټولو زیاتی زړه راکښونکې څیرې شربت ګلې د نیولو څخه د رسنیو له لاری نن خبر شوم.  ده خواشیني ښودلې چې لدې مخکې پدې اړه موږ سره هیچا اړیکی نه وې نیولې.

زاخیلوال وايي، چې د نوموړی په لټه کی شو او پیدا مو کړه او زیاتوي چې نه یواځې دا چې ‌‌‌‌‌‌ډیر زر به یې له بنده راخلاصه کړو بلکې و به یې هڅوو چې له کورنۍ سره بیرته د هیواد غیږی ته په درنښت سره ستنه شي.

زاخیلوال په پای کې ویلي چې د نوموړې کورنۍ لپاره به په افغانستان کې د ولسمشر څخه د یو کور غوښتنه وکړي.

تیره ورځ د پاکستان فدرالي ادارې اعلان وکړ،چې افغانۍ مشهوره څیره شربت ګله یې د جعلي پيژند پاڼې د جوړولو په تور نیولې ده.

په پاکستان کې ناتایید شوو سرچینو ویلي چې ښایي د شربت ګلې په شمول د کور غړي به یې په د ۷ نه تر ۱۴ کاله په بند محکوم شي.

په ناصر باغ کمپ کې افغانه نجلۍ شربت ګله په ۱۲ کلنۍ کې د نیشنل جغرافیې یوه انځور اخیستونکي لخوا په ۱۹۸۴ ز کال کې نړۍ ته وروپيژند شوه، چې په نړۍ کې خورا د زیاتې ښکلې څیرې او زړه راښکونکو سترګو خاونده وپیژندل شوه؛ خو شربت ګله بي بي له خپله انځور او شهرته ناخبره وه،

وروسته یاد عکاس بیا بیا ناصر باغ کمپ ته ولاړ خو شربت ګله یې ونه موندله، ده په دې اړه ډیره پلټنه وکړه، چې بلاخره یې په ۲۰۰۲ زکال کې د تورې بوړې په شهکاره غرنۍ سیمه کې وموندله او بیا یې ترې انځورونه واخیستل، چې په دې وخت کې شربت ګلې  بي بي له رحمت ګل سره واده کړی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button