سیګار د امنیتي ځواکونو دمرګ ژوبلي ارقام خپاره کړل

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۹ عبدالهادي همت

په افغانستان کې له افغان حکومت سره د مرستو دتنظیم ادارې (سیګار) راپور ورکړ په روان ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د امینتي ځواکونو ۵۵۲۳ کسان وژل شوي دي.

د سیګار مشر جان ساپکو په درې میاشتني راپورکې چې د امریکاسنا مجلس ته يې لیکلی ویلي دي چې د ۲۰۱۶کال له پیله د اګست تر ۱۹ پوري ۵۵۲۳ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او ۹۶۶۵ زخمیان شوي دي

د سیګار د راپور له مخي تیرکال د ټول کال په اوږدوکې ۵ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي و

د امنیتي ځواکونو د وژل شوو شمیر په تیرو اتو میاشتوکې د تیر ۲۰۱۵ کال په پرتله ۹ فیصده زیاتوب ښه يې
یوه هفته مخکي جنرال نیکلسون د امریکایې او ناټوځواکونو قومندان خبرداری ورکړی و چې ضعیفه رهبري د دې لامل شوې ده چې دامنیتي ځواکونوتلفات زیات شي
د سیګار د راپور لمخي د ټولو امنیتي ځواکونو شمیر چې اردو او پولیس کې شامل دي ۳۱۷۷۰۹ نفره دي (۱۶۹۲۲۹ اردو) او (۱۴۸۴۸۰پولیس) دولت ژمنه کړې وه چې په روان ۲۰۱۶ کال کې به د امنیتي ځواکونو شمیر۳۶۰ زرو ته رسوي

سیګار په خپل راپورکې  لیکلي دي چې امریکاپه روان کال کې ترسپتمبرمیاشتي پوري ۵۹.۸ میلیارده ډالرکومک کړی دی

د امنیتي ځواکو د روزني او تجهیز په برخه کې ۴۰.۲ میلیارده ډالر او ۱۹.۶ میلیارده ډالر د پولیسو د روزني په برخه کې کومک شوی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button