کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۱۰ عبدالهادي همت
په ورستیوجګړو کې چې په ځینو ولایاتوکې د دولتي عسکرو اوطالبانو ترمنځ شوې دي دولت ادعاوکړه چې طالبانو په دې جګړو دپنځوسوپه شاوخواکې مساجد اونورعامه تأسیسات وران کړي دي
د طالبانوویاند ذبیح الله مجاهد نن د دولت دا ادعا ردکړه رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه کې ویلي
((موږ دا تورونه ردوو او برعکس د ټولو ناخوالو او پيښو زیانونو مسئولین امریکايي اشغالګر او دهغو کابل میشتي غلامان بولو.))
طالب ویاند ویلي دي ((کله چې مجاهدین یو ځای ونیسي، دښمن يې د بیرته نیولو لپاره مسلسل بمبارونه او د درنو وسلو وحشیانه بریدونه کوي چې نه ملکي تأسیسات ګوري نه غیر ملکي.))
د کندز، فراه، فاریاب ، هلمند او ارزګان په وروستیو جګړو کې موږ هرڅه ولیدل.
کله چې مجاهدینوپه نیمه ورځ کې د کندز ښار ونیو، یو ملکی ځای، یو کور، یومسجد او یودوکان هم متضرر نشو، خو برعکس کله چې دښمن د کندز ښار د بیرته نیولو لپاره ۹ ورځې جګړه وکړه، اکثره اتکاء يې په وحشيانه بمبارونو او درنو توپونو ویشتلو وه، چې په سلهاوو کورونه يې ونړول، لسګونه تجارتي مارکيټونه يې په اورکې وسوزول، دوکانونه او مساجد يې په نښه کړل او خلکوته سخت مالي او ځاني زیانونه واړول.
د دښمن دا ادعا چې ګنې مجاهدینو به د خلکو له کورونو، دوکانونو، مساجدو او مارکيټونو څخه د سنګر په ډول استفاده کړی وي، ځکه بې اساسه ده چې هر عاقل انسان پوهیږي چې یو کور، مسجد، دوکان او مارکيټ ددې لپاره جوړ نه دي چې د سنګر په ډول استفاده ورڅخه وشي، که څوک په کور کې دننه پټ شي، داکس په کور کې محاصره کیږي او له منځه وړل کيږي همدا ډول دوکان، مسجد او مارکيټ هم د ځان ساتلو، هلته د نظامي اکمالاتو کولو او د زخمي یا شهید د انتقال لارې چارې نه لري، دا ځایونه نه نظامي موضع ګانې او مورچې لري او نه سړی مقابله ترې کولای شي، بلکې برعکس په یادو ځایونو کې حصار کس محاصره بلل کیږي چې یا به وژل کیږی او یا نیول کیږي.
که دا خبره ومنل شي چې یو مجاهد په کوم کور یا مسجد او دکان کې پټ دی او سنګر يې نیولی، نو طبعا به له هغه ځای څخه د خفیفه وسلې په مټ له تاسو سره مقابله کوي، ځکه د ثقیله وسلو، راکټ او هشتادو دو یا هاوان چلول له مسجد او کور څخه ممکن نه دی، نو آیا د خفیه وسلې لرونکي مجاهد پسې باید ټول کور بمبار کړل شي؟ آیا تاسو زرې ټانکونه او وسائل نه لري چې ورشئ په کور کې ناست مجاهد چې سنګر يې نیولی ګیر او یا له منځه یوسئ؟
که وویل شي چې طالبانو پخپله مساجد، کورنه یا عامه تأسیسات وران کړي دی.
دا تصور ځکه غلط دی چې لومړی خو مجاهد داسې وسائل نه لري چې کور پرې وران کړي او د مساجدو چتونه را وغورځوي، بل مجاهد داسې کولو ته څه اړتیا لري؟ ولی باید کور وران کړي، ولی دوکان اومارکیټ له منځه یوسي، ولی مسجد ته زیان ورسوئ، مجاهد چې هغه انرژي او مصرف د ملکي تأسیساتو په ویجاړتیا لګوي ولی يې ستاسو سره په جګړه کې نه مصرفوي؟
روښانه خبره ده چې ټول ملکي کورنه، مساجد، مارکيټو او دوکانونه یا د امریکایانو په بمبار کې ویجاړ شوي او یا د غلامانو په توپونو او هاوانونو کې، چې غوښتل يې په دا ډول کولو سره له ولس څخه غچ واخلي.
مجاهدینو نه له کوم کور څخه دسنګر په ډول استفاده کړې اونه يې هم له کوم مسجدیا تجارتي ځای څخه.
په یاده جګړه کې ټول ملکي جنایت امریکایانو اودهغو لاسپوڅو ترسره کړی دی، مسئولیت يې هم همدې دواړو جنایتکارو جهتونو ته راجع دی.
بل پلو د فراه په ورستۍ جګړه کې چې دفراه مرکز د مجاهدینو لخوا محاصره شو او د سقوط له ګواښ سره مخ شو، نو غلامانو له امریکايي بادارانو څخه وغوښتل چې ددوی د نجات لپاره هر جنایت چې ممکن وي ترسره يې کړي.
همدا وو چې اشغالګر دښمن هم د فراه ښار په شاخوا کې کلي اوکورونه له یوې مخې داسې بمبار کړل چې هيڅ کور او مسجد روغ پاتې نشول.
بې پرې څيړونکي اوس هم سیمې ته تللا شي او ویجاړ شوي ملکي کورونه او تأسیسات د سر په سترګو کتلی شي.
همدا دول ګلم جم مشر دوستم چې کله د فاریاب ولایت ته د جګړې لپاره لاړ او بیا هلته له سخت غبرګون او برید سره مخ شو، تلفات يې وګالل، نو يې خپلو قومندانانو اوګلم جموته امر وکړ چې د یوه قوم اړوند کورونه له يوې مخې وسوزوي، مالونه يې چور او تالان کړي او خلک يې بندیان کړي، چې همداسې وشول، په سلګونه ګورونه يې وسوزول او عامو خلکوته يې سخت ضرر ورساوو چې وروسته يې پخپله هم اعتراف پرې وکړ او مسئولیت يې خپلو ځينو سیمیزو قومندانانوته راجع کړ.
دهلمند او ارزګان په جګړو کې هم چې د یادو ولایتونو مراکز د مجاهدینو لخوا تر محاصرې لاندې شول، هره شپه امریکايي الوتکې دښار چاپیره کورونه او ملکي تأسیسات په خورا وحشیانه ډول بمبارکوي او له منځه يې وړي.
د دغو ټولو جنایاتو په ترسره کیدو سره بیا هم د ملکي زیانونو مسئولیت مجاهدینو ته راجع کول د مزدور دښمن هغه پروپاګند دی چې غواړي خپلو امریکايي بادارانوته برأت ورکړي او دخلکو په سترګو ک
ې چې هرڅه له نیږدې ګوري خاورې واچوي.
غلیم دې په داسې پروپاګندکولو نه خوښیږی، ملت اوس ددوی په وړاندې په میړانه دریدلی، اوس ددوی جنایت کارې څيرې نشي پټيدای، د دوی د اربکیانو اوګلم جمو کړه وړه هره ورځ ملموس کیږي او ملت يې زجر ګالي، لرې نه ده چې ان شاءالله له دې مکار او کاذب دښمن سره به د دوی د ترسره شویو جنایاتو دیوې یوې زرې حساب ترسره شي
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
















