(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۷) الماس خدرخېل
په پلچرخي زندان کې ۸۰۰ بندیان، چې د حبس موده یې پای ته رسیدلې اوس هم په دغه زندان کې بنديان دي.
د سنا مجلس د شکایاتو د اوریدو کمیسیون د نیوکې کولو په ترڅ کې د بندیانو سره د حکومت د چلند په اړه ویلي، چې: ۸۰۰ بندیان د کابل په پلچرخي زندان کی د بند د مودې د پای ته رسیدو سره سره اوس هم په زندان کې ساتل کیږي.
د جمهورخبري آژانس په خبر ورکولو سره د سنا مجلس د شکایاتو د اوریدو کمیسیون، چی د کابل د پلچرخي زندان نه لیدنه کړې ده د بندیانو د بد وضعیت په اړه یې نیوکه وکړه.
نادر بلوچ چې د یاد هیئت یو غړی دی وایي ۸۰۰ بندیان، چی د پلچرخي په ساتنخونو کې د بند د مودې له پای ته رسولو نه ۶ میاشتی وروسته اوس هم په ساتنخونو کې پراته دي.
ښاغلي بلوچ د پلچرخي زندان د مسؤلینو له قوله ویلي، چې هغوی د دغو زندانیانو یو لیست نږدې شپږ میاشتې مخکې جمهوري ریاست ته لیږلی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د هغه په وینا ۴۴۰ نور هغه زندانیان هم په پلچرخي کې دي چې د اعدام د حکم د اجراء شیبې څاري چې د څو میاشتو راهیسې دا ډول حکم پر هغوی باندې نه دی تطبیق شوی.
د سنا مجلس د شکایاتو اوریدو کمیسیون دغه غړي ويلي: که دولت د اعدام حکم په یادو ۴۴۰ زندانیانو نه تطبیقوي نو باید هغوی له انتظار نه وباسي او د اعدام جزا یې په اوږد مهالي بند بدله کړي.
ښاغلي بلوچ واضحه کړه چې ۱۴۴ نور زندانیان د صعب العلاج رنځوري لري، خو اړوند مراجع د هغوی د خلاصون لپاره لاره نده هواره کړې، هغه له حکومت نه او په ځانګړې توګه له محکمی نه غوښتنه کړې، چې د پلچرخي زندانیانو ته پاملرنه او رسیدګي وکړي.
د هغه په وینا دغه بندیان په زندان کې د مشکلاتو له موجودیت سره سره، د پلچرخي په ساتن خونو کې په ډیر بد وضعیت کې قرار لري.
بايد وويل شي، چې له دې وړاندې محکمې وعده ورکړې وه چې د هیواد ټولو زندانیانو ته به په جدي توګه رسیدګي وکړي او په دې زمینه کې به هیڅ ډول کوتاهي د محکمې لخوا ونه منل شي.

