طالبان وايي، د روزګان مرکز (شفخاک) سیمه باندې یې واک ترلاسه کړی

کابل ټکی کام ۱۷لړم/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ مهمه نقطه (شفخاک) د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دوی جنګیالیو بېګاه شپه د سختې جګړې په ترڅ کې پر یاده سیمه خپل کنټرول ترلاسه کړی دی.

طالبان وايي، چې مقابل جانب ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې لا هم د ۲ تنو وژل شویو عسکرو جسدونه د جګړې په ډګر پاتې دي.

خبرپاڼې کښلي دي، چې د یادې سیمې په نیولو سره یې ګڼ شمېر وسلې او نور پوځي مهمات ترلاسه کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button