فلسطين: پنځه اسرائيلي پوځيان په موټر وهل شوي

کابل ټکی کام ۲۰لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

د فلسطين د رام الله شمال لويديځ لور ته غربي تړانګه کې پنځه اسرائيلي پوځيان په موټر وهل شوي دي.

اسرائيلي پوليسو د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې يوه مشکوک تن د اسرائيلو يوه ډله په موټر ووهله او په تېښته بريالی شو، پوليس وايي، د پېښې قربانيان تر بېړنۍ درملنې لاندې دي.

د پوليسو په وينا پېښه لويدځ لور ته له اللبن کلي سره پر لويه لار رامنځته شوې ده، چې سيمه وروسته د پوځ تر محاصرې لاندې وه.

له سيمې څخه سرچينې وايي، چې اسرائيلي پوځ د پېښې د ترسره کوونکي د نيولو په موخه سيمه کې د لټون عمليات پيل کړي، خو په نيولو يې نه دي بريالي شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.