کابل ټکی کام ۲۰لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د عراق د الرمادي ښار شمال لويدځ لور ته غبرګو چاودنو درې شپېته عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چاودنې د هغو سرتېرو بريدونو له امله رامنځته شوې، چې د الانبار د عملياتو د مشرتابه مرکز شمال اړخ کې راټول شوی پوځ يې په نښه کړه.
د عراق پوځي سرچينې وايي، له چاودنو وروسته داعش ډلې توغندي او توپونه هم ورولي دي.
الرمادي کې وروسته له هغه د داعش او دولتي ځواکونو تر منځ نښتو زور واخيست، چې دولتي ځواکونو د دې ښار نيولو هڅه وکړه، خو داعش يې مخه ونيوله.


















