پلخمري: د نوم ليکنې په مرکز کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۶) د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د نوم ليکنې په يوه مرکز کې چاودنې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د بغلان سيمه ييز چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې د يوولس بجو په شاوخوا کې د خواجه حلوا کلي ته څېرمه د نوم ليکنې د يوه مرکز دروازې تر څنګه شوې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

ويل کېږي، چاودنه په سيمه کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

امنيتي سرچينې وايي، په چاودنه کې د پوليسو یو قومندان او د انتخاباتوکمیسيون کارکوونکی او نوم ليکنې د ياد مرکز مشر وژل شوي او د ملي امنيت د يوه کارمند په ګډون دوه پوليس او يو ملکي کس ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې مخکې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د نوم ليکنې په مرکزونو کې چاودنې شوي چې مسئوليت کومې ډلې نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button