(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۶) د راپورونو پر بنسټ، ازبکستان د افغانستان وروستيو وچکالۍ او سيلاب زپلو سره په شمالي ولايتونو کې د درې زره ټنه غنمو مرسته وکړه.
دغه مرسته شوي غنم تېره ورخ د حيرتان بندر کې د افغانستان مسئولو چارواکو ته سپارل شوي دي.
د ازبکستان د ولسمشر نماینده ایرګشوف وايي، دا مرسته د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو په پايله کې شوې او زياتوي چې تر وروستۍ کچې به د افغانانو لاسنیوی او هڅه به وکړي چې افغانستان کې سوله راشي.
د افغانستان د ززاعت وزير نصير احمد درانی د ازبکستان مرستې وستايلې او زياته کړه د ازبکستان هېواد مرستې په داسې حال کې شوي چې دا مهال شمالي ولايتونه وچکالۍ او سيلابونو ځپلي چې له امله يې سلګونه کسان زيانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په خپل يوه راپور کې وويل چې وچکالۍ د افغانستان د ولايتونو دوه پر درېيمه برخه وچکالۍ زيانمنه کړې چې له کبله يې زرګونه کسان خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي او ۱.۸ ميليونه کسانو غذايي خونديتوب له لاسه ورکړی دی.
















