(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۳)
د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د دوو تنو نوماندانو تر منځ نښته کې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع وايي، د ولسي جرګې لپار د دوو نوماندانو د ساتونکو تر منځ په نښته کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، تر اوسه د دغه نوماند وکيلانو د نښتې لامل نه دی په ډاګه شوی خو په وينا يې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي دي.
شجاع د يادو وکیلانو نومونه نه دي په داګه کړي.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، چې دواړه نوماند وکيلان لسګونه غير مسووله وسله وال لري او په سيمه کې د خلکو په زورونه کې هم ښکېل دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د يادو وکيلانو له ډلې هم څوک وژل شوي او که يواځې مرګ ژوبله ملکي خلکو ته اوښتې ده.
















