(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۳)
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تاييدوي چې د کابل پوهنتون پر يوې محصلې په جنسي تيري تورن استاد شجاع الدين خراساني نيول شوی دی.
د یاد وزارت وياند محمد ضيا ساحل وايي، د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد د ملي امنيت ځواکونو نيولی او پلټنې ترې روانې دي.
ساحل که څه هم د ياد استاد د کړي جرم په اړه څه ونه ويل خو تر دې مخکې ځينو سرچينو راپورونه ورکړل چې د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد شجاع الدین خراساني ادبیاتو پوهنځي کې له یوې زده کړیالې سره د جبري جنسي تیري پر مهال نیول شوی دی.
د کابل پوهنتون يو محصل او عیني شاهد خالد صميم وايي، پېښه يې په خپلو سترګو ليدلې چې د امنيت اړوند څو کسانو شجاعي له خپل دفتره په نيم لوڅ بدن د پوهنتون تر عمومي دروازې راوويست.
د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو په وينا، له پلټنو وروسته به د دغه خبر د تصدیق یا رد په اړه جزيات وروسته خپاره شي.
د افغانستان په دولتي دفترونو کې له ښځو سره د جنسي زور زياتي راپورونه تر دې مخکې هم ورکول شوي خو دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د پوهنې وزارت له اړوند پوهنتون څخه دغه ډول راپور ورکول کېږي.
څه موده مخکې د ولسمشر غني مېرمن رولا غني ويلي و، په دولتي او خصوصي ادارو کې پر نورو ځورونو سربېره ښځينه کارکوونکې له جنسي ځورونې سره مخ دي.
















