شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

جګړې له ډېرو ژوند واخیست او له ځینو ایمان، غیرت او وجدان واخیست

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
سپتمبر 25, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
بمبار ملکي تلفات

بمبار ملکي تلفات

9
ځلې شریک شوی
112
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه :عبدالحافظ کاکړ

میاشت وړاندي مي له کندوزه ننګرهار ته حرکت پیل کړ،پروان ته پر رسېدو موټروان وویل چې کابل ښار کې ګڼه ګوڼه وي نژدي لار ننګرهار ته د کاپیسا تګاب لاره ده،موږ هم ور سره ومنله،تګاب ته پر رسېدو له اوضاع پوه سوم چې دا ځاۍ هم د کندوز په څېر دی،ځاۍ ځاۍ ټانګونه د تلاشۍ په موخه ولاړه وه حالات د احضاراتو په څېر ښکارېدل چې عسکر همېشه د تیار سۍ په حال کې ترهېدلې ولاړ وه،د مزل په دوران کې چپ لاس ته مو وچ غرونه او ښې لاس ته ښېرازه سېمه چې په شنو ونو پوښل سوې وه او په مینځ کې یو نیم د خټو څخه جوړ کورونه ښکارېدل، د سړک(ډمبر)څخه یوازې دیرش څلوېښت متره لرې د شنو ونو مينځ کې د ونو په سرونو کې سپین سپین بیرغونه ټومبل سوې وه، او د درې شمال سره رپانده ښکارېدل چې د لارویو سترګې یې ځان ته را ښکلې! ما د موټر له ښیښې کیڼ اړخ ته وکتل چې د غره په ډډه کې سړک ته نژدې هديره ښکارېده،د هديرې څنګ کې یو قبرونه داسې وه چې ډیرې جنډې او دستمالونه کالې ور پورې ځوړند وو،خدایږو هغه مهال مې فکر د یوې شېبې لپاره د دې قبرو په اړه کښېووت،له موټروان څخه مې و پوښتل دا هدېره کې به دا قبرد چا وې؟،هغوۍ به څنګه مړه وي؟خپله به مړه وي او که چا به وژلې وي؟،هغه راته ویل چې زما تقریبا لس کاله کیږي چې پر همدې مسیر موټر چلوم،کیسه داسې وه چې همدې سیمه(تګاب) کې واده وو،کلېوال د واده د خوښۍ لمانځني په موخه را غونډ سوې وه چې یو دم جیټ الوتکي راغلې د واده پر مراسمو یې برېد پیل کړ د ناوې په شمول یې څلوېښت تنه ووژل او ټول همدلته ښخ کړل سول او پر دا کوم قبر چې جامې پرتې وې دا د هماغې ناوې د واده جامې وې…موټروان سوړ آسوېلۍ و کیښ او بیا یې خبرو ته ادامه ور کړه “ددې لاندې کلې خلک ډېر پر اسلام ولاړ خلک دي،پر هغه پخوانۍ پښتو او اسلام ولاړ خلک دي،کله چې واده وي د غلته خلک د زموږ په شان ډول سورڼۍ نه راولې،یو عادي پخوانۍ مروج محفل نیسي،دا خلک د ساز او سرود څخه هم ښه نه وړې،ډیر با حیا محترم او غزتمند خلک دي،زه یو ځل له کندوزه د یو ورا(واده) سره همدلته راغلم،دې خلکو د نورو پښتنو په څېر یې زموږ ډېر قدر وکړ،کله چې را رخصتېدلو نو!د زوم کورنۍ د ناوې لپاره زما موټر غوره کړ،ما هم د ځانه سره وویل تر نننه مو ستاسو رواجونه کول موږ خو جنازې ته نه یو راغلې واده ته راغلې یو،چې زه به ساز نه ږغوم،نو آهسته مې ټیپ ته د موسیقې پیته ور واچوله او لاوډ سپېکر ته مي پوره اواز ورکړ یو دم د موسیقۍ درز غرز جوړ سو،ناوې په زوره د لاآله الاالله کلیمه وویله،ږغ یې وکړ چې موټر ودروۍ موټر ودرۍ!زه په دې موټر کې نه ځم دا خلک د تلاوت پر ځاۍ موسیقي اوري،له خدایه نه ډاريږي!پخ ته مو لوۍ سفر د لارې پروت دۍ! .
پوه سوم چې دا خلک زموږ د کلې سره ډېر توپیر لرې نو!وعده مې ور سره وکړه چې تر کندوزه به موسیقي و نه ږغوم! دا خو د موټروان د خولې خبره وه!
هماغه غیرتي مومن با حیا ولس هره ورځ د درنده صفته یرغلګرو له لورې وژل کیږي ،هغوۍ زموږ د مسلمان ملت د یو څو شېبو خوښې هم نشې زغملاۍ او کله چې د همدې خټینو کورونو خلک د واده خوښۍ لمانځي دوۍ یې همدا خوښې په غم اړوي،ممکن کفار له دې وېري چې دا باحیا ناوې د سبا ورځ مور جوړيږي او مؤمن مجاهد بچي زیږوي،نو نن یې کیسه ختموي،رشتیا هم امریکایان په دې مشهور دي چې د اوږدې راتلونکي په اړه فکر کوي،نو قصدا داسې اعمال تر سره کوې،نو!یرغلګرو خبر اوسۍ چې بمباردونه زموږ د ملت اراده نشې کمزورې کولاۍ،بلکې ورځ تر لاې ستاسو منحوسه څېره نوره هم رسوا کیږي او زموږ مسلمان ملت کرکه او نفرت ستاسو په اړه لا زیاتیږي،
هوکې!یو څو پلورل سویو غلامان به ستاسو بېرحمۍ ته هم توجیهات لټوي او یو څو قلمي مزدوران به خیاطي درته کوې او ستاسو پر وحشت به پرده اچوياو ځیني به آن ستاسو له خوا تر سره شوۍ وحشت او بر بریت په ډېر افتخار سره ځان ته منسوبوي ،
خو خبر اوسۍ چې دا ټولي کړنې تاسې سوبې ته نشي رسواۍ او حتمي شکست به ستاسو په برخه وي باطل به تل سرنګون وي،
“جګړې له ډېرو افغانانو ژوند واخیست خو، له ځینو یې ایمان،غیرت ،ضمیر،وجدان واخیست!.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

مخکینې مطلب

کندهار: ځانګړو ځواکونو د ملکي خلکو جسدونه په اور سوځولي

بل مطلب

سیاسي لید / زېری

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com