شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

سیاسي لید / زېری

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 25, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
101
ځلې شریک شوی
104
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 جواد یاسر

پر افغانستان د صلیبي یرغل سره جوخت هر بهرني او کورني داړمار او ځانچاري د خپلو شخصي ګټو او خېټې ډکو لپاره دلته خپل د ګټو آسونه پیاده کړل، هرچا تر خپله وسه د افغان ملت په غوښو او وینو ځانونه تغذیه او چاغ کړل/کوي. خو د آسونو د ځغاستې میدان او د یرغل په دوام یې د انسان وژنې ډګر یوازي د افغانستان جغرافیه وه/ده.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

امریکا او ورسره نور غربیان غواړي چې دلته د یرغل په توګه حضور ولري او له دې ځایه د روسیې، ایران، پاکستان او په لویه کې د اسیا د ټولو هیوادونو سره سیالي وکړي او تر خپل اثر لاندې یې راولي. بل هدف یې په افغانستان کې د اسلامي شریعت مخه نیول دي.

روسیه چې د روان اشغال په لومړیو کې یې امریکا د افغانستان ښکېلتیا ته وهڅوله غواړي چې د زورورې او سیالې امریکا زور په جنګي افغانستان کې اوبه کړي او دلته یې مصروفه وساتي ترڅو روسان خپله ټکنالوجي، پوځ او اقتصاد قوي کړي چې د امریکا د احتمالي خطر څخه ځان بچ کړي.

ایران تر ۲۰۱۴م پورې د روان اشغال ښه سیوری لیده او د افغانستان د اوبو په مفت ډول جذب، د شعیه لږکیو ځواکمنول او سونیان پرې وهل او د شعیګانو په مټ دلته د استخباراتو ټولول د ایران مهم اهداف وه، خو د ۲۰۱۴م وروسته چې کله په جلال اباد کې د داعش د ظهور اوازې خپرې شوې د ایران پالیسي لږ بدله شوه، اوس د ایران لپاره په افغانستان کې تر ټولو مهم ارمان او هدف د داعش ځپل دي چې د هرچا په لاس وي، او د شعیه او سوني تر منځ نفرتونه یې اوس دلته متوقف کړې دي.

پاکستان چې امریکایي یرغلګرو ته یې د یرغل لپاره اډې ورکړې او د افغانستان جاسوسي پر غاړه ورته واخیسته په یرغل کې یې خپلې شخصي کټې لیدلې/ویني، تر ټولو مهمه مسأله د ډیورنډ د کرښې همدا سې ګونګ او بې پوښتنې پاتي کېدل دي چې د جګړې په جریان کې یې افغانان پوښتنه نه کوي، نور ډېر اهداف لکه استخبارات، پر افغانستان د خپلو توکو د پلور ګرم بازار او … هم لري.

همداسې تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، چین، او د منځنۍ اسیا نور هیوادونه دلته د استخباراتي موخو ترڅنګ نور پټ او ښکاره اهداف لري چې د اشغال په سیورې کې یې لټولای شي، دلته هر هیواد د ځان لپاره جاسوسان پیاده کړې دي او پیسې ورکوي.

د افغانستان د اوسني حکومت چارواکي نیوي فیصد ۹۰% د پردویو مزدوران او کار او کردار یې د پردویو لپاره دی، دلته که کورونه ورانیږي، که مېرمنې کونډیږي، که ماشومان یتیمان کیږي، که ځوانان وژل کیږي او که افغانستان په کنډواله بدلیږي د چا یې پرې څه! د حکومت چارواکې د همدې وجاړي په بدل کې د خارجیانو څخه ښې پیسې اخلي، په خارجي هیوادونو کې یې د ځانو لپاره ځمکې، کوټۍ او بنګلې اخیستې دي او چې کله خارجیان د افغانستان څخه ځي دوی به هم ورسره ځي، افغانستان پوه شه او کار یې.

خو یوه خبره چې تل مو زړونو ته اطمنان، فکرونو ته فرحت او فیزکي وجود ته ځواک او تازګي ورکوي دا ده چې د دې ټولو ناخوالو پر وړاندې د هیواد اصیل بچي چې د ولس له غېږې او متنه یې تشکیل کیږي په پوره ایمانداري، صدق، اخلاص او د وطن سره په مینه کلک ولاړ دي، تل یې د هر غله، غاصب او جاسوس لاس غوڅ کړی او غاښ ماتونکی ځواب یې ورته ویلی، د هیواد دا اصیل بچي طالبان دي چې د افغانستان د اسلامي امارت تر قیادت لاندې ټوپک پر اوږه د کفارو او د هغوی د معاوینینو پر وړاندې مبارزه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت واقعا د افغان ولس له غېږې خپلې لښکرې تشکیلوي، د ولس ګټې یې، ګټې دي او د ولس د ارمانونو د پوره کولو لپاره په سر او مال ولاړ دی، اوس چې د اشغال اولس کلونه تیرېږي د اسلامي امارت د سپېڅلې مقاومت په پایله کې د ملت نیمګړې ارمانونه نور پر پوره کېدو دي، امریکا د افغانانو څخه ماته خوړلې ده او د خپلو لښکرو د ایستلو لپاره طرز او برنامې لټوي، په هیواد کې دننه خاینان، غله، مفسدین، غلامان او د غرب جاسوسان هم هڅه کوي چې د خارجیانو د تېښتې سره دوی هم له هیواده پښې سپکې کړي او په امریکا، کاناډ او انګلیستان کې د خپلو بادارانو سره د غربیانو غوندې لوېدلی او د حیوانیت ژوند وکړي.

افغانانو! دغه زېری درکوم: که د روان یرغل په دوام کې جګړه سل کاله هم دوام وکړي خو افغانستان بیرته افغان ولس ته پاتي دی، دا خاوره، دا هیواد او دا ملت به د اسلامي امارت تر قیادت لاندې د اسلامي شریعت په رڼا کې خپل نظام او خپل کور جوړوي.

ان شاءالله

مخکینې مطلب

جګړې له ډېرو ژوند واخیست او له ځینو ایمان، غیرت او وجدان واخیست

بل مطلب

آسیا جام: افغانستان وروستۍ سیالي هند سره مساوي پای ته ورسوله

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com