عمران خان هندی پیلوټ خوشي کوي او نړۍ له دواړو غاړو د حوصلې غوښتنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۹)
د پاکستان او هند تر منځ د پیښیدونکې شخړې په تړاو د روغې جوړې هڅې پیل شوې دي او د دواړو هیوادونو ولسونو او نړیوالو پر اسلام آباد او ډیلي د حوصلې او صبر ژغ کړی دی.
تازه خبرونه وایي چې پاکستان د هند هغې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی چې له دغه هیواد څخه یې د خپل پیلوټ د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.
پاکستاني لومړي وزیر عمران خان ویلي، د جمعې په ورځ به نیول شوی هندی پیلوټ خوشې کړي او زیاته کړې یې ده چې له مودي سره خبرو ته چمتو دی او غواړي چي جنګ آرام کړي.
په ورته وخت کې د دواړو هیوادونو ولسونو هم پر خپلو حکومتونو د جګړې د نه کولو ژغ کړی او ویلي یې دي چې دوی به هیڅکله د جګړې پلویتوب ونه کړي.
د دواړو هیوادونو اتباعو پر ټولنیزو شبکو خپل مشران په حوصله مندۍ او ژر پرېکړې نه کولو مخاطب کړي دي.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د منځګړتوب لپاره امادګي ښوودلې او ویلي یې دي چې دوی چمتو دي دغې شخړې ته یو سولییز حل ولټوي.
امریکا ویلي، دوی هیله لري چې نور دواړه لوري د جګړې بڅرکي پسې تازه نه کړي، چین هم دغه هیله ښوودلې خو ترکیې بیا ویلي چې اصلي مشکل د کشمیر لانجه ده، او دا کشاله باید ژر تر ژره د بین المللي قوانینو په چوکاټ فیصله شي.
..



