ارګ: د مذاکراتو لپاره د نوي ټیم پر تغییر مشورې پیل شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۹)

د کابل حکومت وایی، له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره په ټاکل شوي ۱۱ کسیز ټیم کې د تغییر او اصلاح په موخه مشورې پیل شوې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري ویلي، دوی له وړاندې ویلي و، چې له طالبانو سره د سولې ټاکل شوی ۱۱ کسیز ټیم کې تغیر او تبدیل راوستلی شي او اوس پر داسې چارو کار پیل شوی چې په دغه ټیم کې هغه ډول تغییرات چې لازم دي، راولي.

ارګ داسې مهال دا اقدام کوي چې امریکایی استازي زلمي خلیلزاد په تیر سفر کې چې کابل ته یې درلوده له چارواکو وغوښتل چې له طالبانو سره دې د سولې یو داسې ټیم رامنځته کړي چې د ټولو ګوندونو او سیاسي جریاناتو استازي په کې ګډون ولري.

ارګ خپل دغه مرکچي ۱۱ کسیز ټیم د قوس په میاشت کې اعلان کړ، چې په کې د علماؤ شورا یو تن ، د ملي شورا یو تن او ۹ تنه دولتي کارمندان او چارواکي شامل وو.
د سیاسي ګوندونو استازو د ارګ د دغه ټیم اعلانیدل په سوله ملنډې وهل وبلل او زیاته یې کړه، حکومت غواړي د همدې ناکاره ټیم چې غوڅ اکثریت غړي یې دولتی افراد دي او بې تجربه څیرې دي، د سولې پروسه بابیزه او بې ارزښته وبولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button