هلمند: د بهرنيانو سترې پوځي اډې (شوراب) ته سرتيري بريدګر ننوتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۰)

راپورونه وايي، په هلمند ولايت کې د بهرنيو ځواکونو سترې پوځي اډې ته وسله وال بريد کوونکي ننوتي او هلته له بهرنيانو سره جګړه پيل کړې ده.

سيمې ته نږدې سرچينې وايي، دغه بريد نن سهار وختي پيل شوی او لا هم د پوځي اډې په داخل کې د طالب بريدګرو او بهرنيانو تر منځ ډزې تبادله کېږي او ځای ځای د شوراب له مرکز څخه دودونه پورته کېږي.

طالب وياند يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه د بريد مسؤلیت منلی زياتوی: (د شوراب لويې امريکايي اډې ته ګڼ شمير فدايي مجاهدين داخل شوي، په ميشتو امریکايي او داخلي غلامانو يې جګړه پيل کړې).

د احمدي په وينا، تر دې دمه ګڼو بهرنيو او داخلي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې، ډيری پوځي وسایط او د وسلو ډيپوګان سوځول شوي دي.

طالبان وايي، په دې اړه به وروسته نور جزيات خپاره کړي.

د هلمند پوځي سرچينې پر یاده پوځي اډه د طالبانو بريد تاييدوي خو تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ۲۰۱۴ميلادي کال کې هم لس تنو طالب بريدګرو پر شوراب پوځي مرکز بريد کړی و چې بهرنيو ځواکونو ته يې ستر مالي او ځاني زيانونه اړولي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button