د سرتیري ورځ که د سر پلوري ورځ؟

څارنوال حشمت عبیدی

کاشکي خجالت د شرم لکۍ درلودای چې خلکو خجالت شوي او شرمیدلي خلک له ورایه لیدلای کتلای او پیژندلای شوای، نن سبا وخت داسې راغلی چې هر څه د زر، زور او تزویر په اساس څرخي د حق او باطل تر مینځ د زیاترو خلکو تر مینځ توپیر ورک شوی دی، سره له دې چې خلک سل په سلو کې پوهیږي او پټ په زړه کې باور لري چې حق څه او په باطل څه دي؟، خو دا چې نن سبا ځینې خلک د تلې وزن ته ګورې بیا همغه ډول فیصله کوي نو کله چې د باطل تله درنه وویني نو په ډیرې بې شرمۍ او عجلې او سطحي فکر کولو سره باطل ته حق او حق ته باطل وایي، یعنی تور ته سپین او سپین ته تور.

ټول په غړیدلیو سترګو ویني چې سرتیري څوک دي او سرپلوری څوک؟ څرګنده خبره ده چې سرتیري هغه چاته ویل کیږي چې د یوه سپیڅلی هدف لپاره په والنټیرین یا رضاکارانه توګه سرښندنې ته تیار وي او د سرښندې میدان ته راوتلی وی او په همدې لاره کې ځان او مال وقف کړی وی، خو هغه څوک چې د یوه ناپاک او منحوس هدف لپاره او یا هم د خپل ژوند د اقتصادی د رغاونې په موخه ناپاکو کارونو ته لاس اچوي هیڅکله سرتیري نشي ویلای کیدای، بلکې دا سرپلوری او ځان پلوری، او هیواد پلوری دی.

سرتیری دې ته نه وایې چې د هغه چا یونیفورم پر تن کړي چې زمونږ د پلرونو، نیکونو، دین، پیغمبر، سپیڅلی کتاب (قرانکریم) او خدای ج لرغوني دښمنان پاتې شوي، همدوی معاش ورکوي،همدوي ډوډۍ ورکوي همدوی ورته وسله په غاړه کوي، د همدوی په عراده جاتو او ټانکونو کې ښکته پورته منډې وهي، اوبالآخره د همدوی په قومانده آن خپل هیوادوال وژني کورونو ته یې ننوځي، ماشومان او ښځینه چغوي. کوم منطق به داسې خلکو ته سرتیری ووايي؟ کوم دین به دې ډول خلکو ته سرتیري ووایي؟ کوم قوم به دا ډول منحوسینو ته سرتیري ووایي؟ د لمر په څیر څرګنده ده چې هیڅوک هم نه، بلکې ټول دا ډول ځان پلورونکو ته سرپلورونکي ووايي، چې آن جنازې کولو ته یې څوک نه حاضریږي.

حقیقي سرتیری دې ته وایې چې په رضاکارانه توګه، یا خاص د خدای لپاره یا د خپلو پلرونو او نیکونو او خپل دین د دښمنانو په مقابل کې د خپلې خاورې او خپل دین او د خپلو نیکونو د اهدافو د ساتلو په موخه د خپلو خلکو په شته امکاناتو له خپله سره تیر میدان ته دانګلي وي، هم یې الله ویني، هم یې خپل خلک ويني او هم یې خپلې کورنۍ او خپل قوم ویني چې حقیقتا په سپیڅلی لاره کې له خپله سره تیر سرتیری دی. اوس خو ټول ویني چې دا د امریکایی عیسویانو او نصرانیانو او صلیبیانو او آن یهودو د اسلام ضد او افغانستان اهدافو لپاره د څو ډالرو په مقابل کې د اجیر په توګه له خپله سره تیری دي.

که هر څوک د خپلو پلرونو او نیکونو پاکه لار پریږدي، د خپل خدای او رسول له دښمنانو سره په یو سنګر کې د خپلې خاورې د ساتلو درواغجن شعار پورته کوي، او په عمل کې د صلیبی یهودو او نصاراو نه دفاع او د خپلو خلکو په وژنو لګیا وي نو دا ډول خلک هڅه کوي څو د دینا د یو څو روپیو د ترلاسه کولو په خاطر هم خدای ج او هم خپل خلک تیرباسي، خو هیڅکله دې دا ګمان نه کوي ځکه هیڅوک خدای او رسول او خپل خلک نشي تیرویستلای بلکې په اصل کې دا خپل ځانونه تیرباسي خو دوی ټګي کوي او درواغ وایی او د درواغو مزل لنډ وي. و سیعلم الذین ظلموا أی منقلب ینقلبون () ظالمان به ډیر زر پوه شي چې خواته وګرځول شي.

اوس به قضاوت به لوستونکو ته پریږدو، لوستونکو ته به ووایو چې تاسې او خدای چې دا ډول انسانان سرتیري دی که سرپلوری؟؟؟ نو په زغرده ویلای شو چې تیره ورځ د سرتیري ورځ نه بلکې د سرپلوري ورځ وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button