هند: سمندري طوفان ګڼ مالي اوجاني زیانونه اړولي

کابل ټکی کام ( جمعه، ۱۳ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

په هند کې دفاني په نوم سمندري توپان د هند اوډیشا ایالت ته رسېدلی دی.

 د دغه توپان له کبله د سختو ویجاړیو اټکل شوی دی.

له توپان مخکې شا اوخوا یو میلیون کسان له خپلو کورونو ایستل شوي دي.

 د فاني سمندري توپان د هند په سمندرګي کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستر توپان ګڼل کېږي.

 د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلې دي چې دغه توپان نن د دغه هېواد اوډیشا ایالت ته رسېدلی دی، چې سخت باد ورسره مل دی. د هند د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې په یوه ساعت کې د دغه توپان سرعت له ۱۷۵ کیلومترو څخه تر ۱۸۵ کیلومترو رسیږي.

 د هوا پېژندنې ادارې د اندرا پردېش، اوډیسه او د لویدیځ بنګال ایالتونو په ځینو برخو کې تر ۱،۵ متره څپو، په ژورو ساحلي سیمو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو څخه خبرداری ورکړی دی.

 د دغه توپان له کبله د خټینو کورونو د بشپړ ویجاړېدو، د برېښنا او مواصلاتي پایو د چپه کېدو، سړکونو ته د زیان اوښتو او د فصلونو د له منځه تللو اټکل شوی دی.

ددغه طوفان له امله ګڼ مالي اوجاني زیانونه اوښتي، داچې دا طوفان به څومره ساحه وځپي؛ تراوسه دقیق معلومات نشته، خو دهواپېژندنې ادارې د یو ستر ناورین رامینخته کېدو خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button