هم زارۍ کوي هم زور

انجنیر عمیر ویاړ
دا خو معلومه خبره ده چې خلیلزاد د افغانستان دی او په افغانستان کې بیا د لغمان دی، او دا چې په خپله چالاکۍ او صفایۍ یې ځان تر امریکا رسولی او هلته یې بیا ځان تر سپینې ماڼۍ رسولی او په سپینه ماڼۍ کې بیا ځان آن تر ولسمشره رسولی او په دومره باور یې ترلاسه کړی چې بالآخره کله د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه، کله د امریکا د سفیر په توګه اوبالآځره په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه افغانستان ته د طالبانو سره د سولې په موخه استول شوی، د خلیلزاد دا ټولې هڅې او منډې ترړې یواځې او یواځې د څو ډالرو د ترلاسه کولو په موخه دی نه کوم هدف لري او نه هم د آخرت په کیسه کې دی.
نو په دې اساس مجبور او مکلف دی لکه څرنګه چې یې په چل ول تر دغه مقامه ځان رسولی اوس یې ټوله هڅه داده چې هغه څه ووایي او هغه څه وکړي چې یواخې او یواځې امریکا خوشحاله کړي اوبس څو خپل ترلاسه کړی باور وساتلای شي.
ځینې خلک په دې اشتباه کې واقع شوي چې خلیلزاد چې هر څه دی نو یو افغان خو دی او که د امریکا استازی هم وی نو د افغانستان او افغانانو لپاره به مخلص وی خو دا خبره ځکه سمه نده چې خلیلزاد هغو ډالرو لیونی کړی چې امریکا یې ورکوی او افغانستان څه ورکړی چې افغانستان ته به مخلص وی، په دې باید ټول ځان وپوهوي چې خلیلزاد هیڅکله هم نه افغانانو ته اخلاص لري او نه هم افغانستان ته او نه هم به افغانستان کې سولې او آرامۍ او سوکالۍ راتلو ته، بلکې د خلیلزاد ټوله هڅه دا وه، داده او دا به وي چې صرف د خپل ډالري معاش لپاره خپل ترلاسه کړی مقام وساتي او هغه په دې ساتل کې چې امریکا خوشحاله وساتي. او هغه داسې چې ورته امریکا وایی هغه فارموله به عملي کوي او چې په څنګه به څه نا څه د چل ول مرچ او مساله هم وراچوي څو د امریکا ذهن پرې خوږ او خوشاله وساتي.
نور که سوله راځي او که نه او که څه کیږي او که نه خو بس چې د ده بادار خوښ وي او د ده جیب ډک وي او زړګی یې خوشاله وي، ځکه کله ناکله چې له غونډی راووځی نو له میډیا سره د مرچ او مسالی خبرې یې تر خولي ووځی لکه تیره ورځ یې چې وویل چې طالبان باید وسله پر ځمکه کیږدي، چې له منطقه یوه ډیره په فاصله کې څرګندونې دي، ځکه چې یو څوک چې د چا دروازه د سولې د مذاکراتو لپاره ټکوی هغه د دې حق نه لري چې بیا خلکو ته وایي چې زما مقابل لوری دی وسله پر ځمکه کیږدي، حال دا چې په وار وار یې اعتراف هم کړی وی چې امریکا نوره له جګړې ستړې ده او دومره ډیر مالی بوج نور نشي پورته کولای. نو اوس چې ګورو خلیلزاد هم دا کوي هم هغه. یعنی هم د سولې لپاره د مذاکراو دروازې ټکوي او هم د وسلې د کیښودلو خبرې کوي پدې معنا چې هم زارۍ کوي هم زور، چې یو خورا بې منطقه کار دی، ځکه څوک چې زور کوی نو بیا زارۍ د څه لپاره کوي او که زارۍ کوي نو زور د څه لپاره کوی، خلیلزاد دې ته د خپلې بریا چل وایي خو غافل له دې چې د دې چل په لومه کې به هم پخپله او هم امریکا ګیره کړي، ځکه چې له داسې چا سره ندی لاس ګریوان چې تاریخ نه لري، او ښکیلاکګرو ته یې د عبرت درسونه نه دي ورکړي.



